د پنجشیر ولایت د کرنې ریاست او د کرنې او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د عمومي ریاست په هوکړه لیک کې د “هوما” نایاب مرغۍ د ښې ساتنې په موخه د کابل ژوبڼ ته ولیږدول شوه.
دا مرغۍ یو له هغو نادرو مرغانو څخه ده چې پرون (سه شنبه) د پنجشېر ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا د چپې وزر په سیمه کې د خرابېدو په حال کې و.