د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې د مولوي محمد یعقوب مجاهد له قوله لیکلي چې په کابل کې د اذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام دی او موږ غواړو چې ژر تر ژره له اذربایجان سره اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پیل کړو.

د اذربایجان سفیر همداراز ټینګار وکړ چې هېواد یې د اړیکو د ټینګښت په ترڅ کې له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره همکارۍ ته چمتو دی.

Share.