ښاغلي الهام طلوع نیوز ته وویل چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د اسیايي سیالیو په اتم پړاو کې یې د ۷۷ کیلوګرامو په وزن کې د دغه هېواد په استازیتوب ګډون وکړ او په پای کې یې له قزاقستان او ازبکستان څخه خپلو دوو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.

د اسيا د جيو جيتسو اتم پړاو سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ۲۸ هېوادونو او ۴۲۰ ورزشکارانو په ګډون تر سره شوې دي.

Share.