چارواکي وايي د کندز د امام صاحب، قلعه ذال او دشت ارچی ولسوالیو کې ۲۲٠٠ بې وزله مالدارو ته د څارویو خواړه د ORD دفتر لخوا د کرنې ریاست په همغږۍ چې مخکې سروې او پیژندل شوي وو وویشل شو.

دهغوۍ په وینا، هر بزګر ته دوه سوه کيلو ګرامه حيواني خواړه د کرنیزو چارو د مدیریت استازي او د ياد دفتر د مسوولينو په شتون کې ووېشل شول او هغوى ته د کرنې ریاست کارکونکو له لوري د کارونې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

ددغه پروګرامو موخه  د مالدارانو ملاتړ او د هغوی د اقتصادي کچې لوړول په ګوته شوي دي.

Share.