دبدخشان دپوهنې رياست مسوولين وايي چې دغه ښوونځى په نهه کيلومتره مربع ځمکه کې جوړ شوى او په جوړولو يې اووه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
د بدخشان د پوهنې رييس نصرت الله فيضاني د سيمې د اوسېدونکو له خوا د دغه ښوونځي د جوړېدو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د دغه ښوونځي نورې اړتياوې به د پوهنې رياست له بودجې څخه برابرې کړي.
په دې لېسه کې ۳۳۹ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي لري چې پخوا یې په ازاده هوا او تر خیمو لاندې زده کړې کولې.