د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن (پنج‌شنبه، د ثور ۲۰مه) ويلي، ددې وزارت په لارښوونه او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هڅو په پايله کې ۴۲ افغانانو ته چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیانو، د اماراتو حکومت د مشرتابه لخوا بښنه وشوه.

سرچينې ويلي، ددې بنديانو يو شمېر یې ازاد او پاتې کسان به په نېږدې راتلونکې کې ازاد شي.

Share.