د هواپېژندنې ریاست نن (پنجشنبه، د ثور ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جمعې او شنبې په ورځو د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا، کابل، وردګ، لوګر، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې د شدید ورښت، تالندې برښنا، چټکو بادونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته.
په خبرپاڼه کې د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ( ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو) اټکل شوې ده.