دغه څرګندونې احمد ناصر خاکسار د کټهخېلو ټیم مسوول سره په مرکه کې وويل چې د فوټبال دغه ټورنمنټ د «راځئ چې مخدره موادو ته نه ووایو» تر شعار لاندې، د هېواد ملي فوټسال ټیم نړیوال جام ته د لار موندنه او ورزش برخې ته د ځوانانو هڅونې په موخه د کندوز مرکز کټهخېلو ښونځۍ په ورزشي لوبغالي کې شاوخوا ۲۷ ورځې مخکې د کندوز او یو شمېر اړوندو سیمو ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوی و چې نن دغه ټورنمنټ د لودینو ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
خاکسار زیاته کړه چې دغه ټورنمنټ د پوهنې ریاست د بدني روزنې مدیریت په تخنيکي همکارۍ او د کټهخېلو مؤسسې په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی و چې په پای کې بریالیو ټیمونو او غوره لوبغاړو باندې ورزشي جامې او ډالئ هم ووېشل شوې