نړیوالو رسنیو د اسرایلي صهیونست رژیم د پخواني لومړي وزیر اولمرت له قوله خبر ورکوي چې دغه رژیم په روان جنګ کې د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې د بریا چانس نه لري.

د نوموړي په خبره په ځمکنۍ جګړه کې د اسرایلي ځواکونو روانو ماتو ته په کتو د نتانیاهو حکومت باید جګړه ودروي.

ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په یو بیان کې ویلي، چې د روانې جګړې تر درولو پورې به پر اسرایلو اقتصادي فشارونه روان او ډیپلوماتیکې اړیکې به پرې وساتي.

Share.