د افغانستان د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بدخشان ولايت کې د ګرځندوئ ملي جاذبو کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته راغلی و، نن وروسته له غرمې یې د کندز والي ملا نثاراحمد نصرت د کندز ولایت امنیه قوماندان مولوي مطیع الله سیف الله سره په ولایت مقام کې ولیدل،

پیل کې د افغانستان ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د خپل د سفر د موخو په اړه خبرې وکړې چې کندز ولايت ته د سفر موخه له ولايتي مسؤلینو سره لیدنه او کتنه وه. همدا راز کندز ولايت کې ځينې شته ستونزې یې د کندز والي او امنیه قوماندان او یو شمېر سیمه ییزو مسولینو څخه واورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړ.

دغه‌راز د کندز والي ملا نثاراحمد نصرت او امنیه قوماندان مولوي مطیع الله سیف الله ددغه ولايت عمومي او امنیتي وضیعت په هکله خبرې وکړې، په خپلو خبرو کې د کندز ښار د پراختيا او د ماستر پلان د تطبیق او امنیتي وضیعت په برخه کې یې د ولسونو غوښتنې یې له عبدالسلام حنفي سره شریکې کړې.

نوموړو مسؤلینو زیاته کړه چې په کندز ښار کې د ماسټر پلان پلي کول د ښار د ازدحام کمېدو او ښاري ښکلا ترڅنګ سوداګرو او کسبه کارانو ته د سهولتونو د رامنځته کولو او خلکو د خوښۍ سبب ګرځي.

Share.