د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په سېلابځپلو سیمو کې به څه باندې ۲۲ زرو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په ايکسپاڼه کې یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو رسولو ډېرې شبکې ویجاړې شوې دي.

د یونیسف په وینا په سیلابځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک، پخولو او حمام لپاره اوبو ته اړتیا لري او هره ورځ به ۱۵ لیتره اوبه په هر کس وویشل شي.

Share.