د کندز ولایت امنیه قومانداني په لارښونه د امنیه قومانداني اړوند د ۹ ګونو ولسوالیو امنیه قومندانیو، د ۱۲ ګونو امنیتي حوزو د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمرینو او غړو لپاره یې د محل بر رسي واقعې تر چتر لاندې دوه ورځنی د ظرفیت لوړونې سیمینار د داخل خدمت ډیپارتمنت څانګې استادانو له لورې تدریس شو.

د کندز ولایت امنیه قوماندان مولوي مطیع الله سیف الله  وویل امنیتې ځواکونه ورځ تر بلې د مسلکې کېدو ترڅنګ خپلو چاروته متوجه کیږي او خپلې چارې په ښه توګه مخ ته بیايي او باید خپلې زده کړې او تجربې په خپلو چاروکې عملې او نورو ته یې هم ورسوي.

ښاغلي سیف الله ټولو زده کړیالانو ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ به ورته سیمینارونه لا زیات کړي

ترڅو ټول امنیتي منسوبین په ښه توګه مسلکې شي.

Share.