د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولتز سره د خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې هېواد یې د فلسطیني دولت رسمیت پېژندلو ته تیار دی.
نوموړي ویلي، چې دغه ګام به په یو مناسب او ګټور وخت کې واخلي.
پرون درې نورو اروپایي هېوادونو؛ هسپانیا، ناروې او ایرلنډ هم د فلسطین رسمیت پېژندنه په رسمي ډول اعلان کړه.