دغه جومات په دريو پوړونو کې جوړېږي چې په يو وخت کې به د پنځه زره لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا ولري. په ورته وخت کې د دغه ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د يوه جومات چارې بشپړې شوې چې په يو وخت کې د ۲۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځايولو وړتیا لري.