پرون د تورخم له لارې ۸۲، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۱۶، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۲۱۵ راستنو شويو ته وړيا سيمکارتونه وېشل شوي، ۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.