دکندز راډیو نشراتي شبکې دکندز راډیو په سټوډیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تر عنوان لاندې څلورمه خپرونه ترسره کړه چې په دې خپرونه کې دکندز ولایت مقام ویاند محترم انجینر زلمي حنیف، دکندوز ولایت دټولنیزو چارو فعال محمد اسلم راشدي ، د کندز یو آزاد خبریال او په کندز ولایت کې د رسنیزسازمان استازی محترم اسلام الدین صاحب زاده، او په کندز ولایت کې د آزاد ژورنالیست ښاغلي حکمت الله کریمي د دې موضوع په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه رابللي وو.