د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد الله حکمت وايي، دغه ملي کمپاين به نن د غبرګولي په ١٣مه، د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو رياستونو د مسوولينو او د ولايتي ادارې د مسوولينو د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف ادارې، د پروګرام پلي کوونکو او همکارو بنسټونو په مرسته په رسمي توګه پرانیستل شو او څلور ورځې به دوام وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې له یوې ورځې څخه تر پنځو کلونو پورې د ماشومانو لپاره دغه کمپاین به سبا دوشنبه د زمري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه په رسمي ډول پیل او د شرایطو وړ ماشومانو ته به تطبیق شي.
نوموړي د پوليو واکسين د کمپاين په پرانيستلو او پيلولو کې د ملي او نړيوالو بنسټونو، د مسوولينو او د دغه رياست د بېلابېلو څانګو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د شمال ختيځو ولايتونو په ځانګړې توګه د کندز ولايت له اوسېدونکو وغوښتل چې په دې برخه کې دکمپاین په تطبیق کې له دوۍ سره همکاري وکړي. .

Share.