په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې تر اوسه یې له ۶۵ زره سیلابځپلو سره مرسته کړې او تر راتلونکو اوو میاشتو پورې ۱۴٫۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبې د جوزا ۱۴مه په ایکس پاڼه لیکلي چې دا سازمان توانېدلی چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۵ زره ځپلشویو کسانو ته مرستې برابرې کړي.
د دې ادارې په وینا چې په افغانستان کې د سیلابځپلو د لاسنیوي لپاره په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴٫۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.