د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، دوه هغه شریکان یې نیولي چې څو ورځې وړاندې یې په «اسحاقزي مارکیټ» کې خپل د سرو زرو دوکان ته پخپله اور اچولی و.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي په خبرپاڼه کې ویلي چې دا دوه کسان د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، چې يادو کسانو د ګاونډي هیواد پاکستان څخه دوه نيم لکه جعلي ډالر راوړي وو هغه يې پخپل د سرو زرو دوکان کې ايښي وو، اصلي پيسې او سامان یې کور ته ترې وړي وو او وروسته یې خپل دوکان ته اور اچولی و.