د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د تکواندو پخوانی لوبغاړی «سیدحسن رضايي» د نیپال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
دغه فدراسیون نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۵ مه نیټه رضايي ته په نیپال کې د مشر روزونکي په توګه مبارکي وویله او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
رضايي د هېواد يو له برياليو ملي لوبغاړو څخه دى، چې په وروستيو کلونو کې يې د افغانستان په ګټه په نړيوالو سياليو او نورو سياليو کې ملي او نړيوال مډالونه ګټلي دي.
تر دې وړاندې د هېواد تکواندو ورزشکار او د المپیک مډال ګټونکی روحالله نیکپا د نیوزیلنډ د تکواندو ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی و.