له ۱۴ لوبو وروسته د نړیوال جام سیالیو نوملړ کې ګربز په توپوهنه او فاروقي توپاچونه کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د کرکټ نړۍوال شل اوريز جام د لوبو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سیالې نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په روان شل اوریز نړیوال جام کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.
د ملي لوبډلې پیاوړي توپوهونکي رحمنالله ګربز نن د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه کې غوره توپوهنه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ګربز په ۵۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۸۰ منډې جوړې کړې.
ورسره فضل الحق فاروقي د نیوزیلنډ پر وړاندې ولوبېده او په ۳.۲ اورونو کې یې د ۱۷ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.