د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د پوهنې او لوړو زده کړو وزيرانو په دویم نړيوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه د روسيې کازان ښار ته لاړ. ټاکل شوې چې سرپرست وزیر به د دغه فورم په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د لوړو زده کړو له وزیرانو سره هم وګوري.