د سعودي عربستان چارواکو ویلي، امنیتی ځواکونو د مکې معظمې څخه په داسې حال کې سلګونه زره نا ثبت شوي حج کوونکي ایستلي چې بله اوونۍ په دې هېواد کې د حج د فریضې ادا کولو مراسم پیلیږي.
د سعودي عربستان خبري اژانس په راپور کې ویلي، ، پرون(شنبه، د غبرګولي ۱۹) ایستل شویو وګړو کې ۱۵۳۹۹۸ د بهرنیو هېوادونو اتباع دي چې د حج کولو لپاره ځانکړې ویزې نه درلودې او د سیلانیانو ویزو تر لاسه کولو وروسته سعودي عربستان ته ورغلي و او بیا د مکې په ښار کې ځای پر ځای شوي وو.