د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) وايي چې د دې سازمان مشر «کریستف دلور» په ۵۳ کلنۍ مړ شوی دی.
دې سازمان پرون شنبې د جون ۸مه ویلي چې کریستف دلور د سرطان ناروغۍ له امله په فرانسې کې مړی شوی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان دا هم ویلي چې ښاغلی دلور ۱۲ کاله د دې سازمان مشري وکړه او د خبریالانو د حقونو د دفاع په برخه کې یې بېسارې فعالیتونه وکړل.