د پروان ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «سیاهګرد» ولسوالۍ کې د پایپونو تولید یوه کارخونه فعاله شوې ده.
د دې ولسوالۍ ولسوال «غلام محمد جراح» رسنیو ته ویلي چې دا کارخونه د یو سوداګر لخوا د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت فعاله شوې ده.
په ورته وخت کې د دې کارخونې مسوولینو ویلي چې له دې پانګونې یې موخه ځوانانو ته د کار زمینه برابرول او کورنیو تولیداتو ته وده ورکول دي.