له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د را ایستل کېدو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستان څخه تازه له ۳ زرو ډېر کډوال راستانه شوي دي.

دې وزارت نن دوشنبې د جوزا ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تازه ۲ زره ۷۷۴ کډوال له ایران او ۹۱۱ نور له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کډوال د جوزا په ۲۰ او ۲۱ د هرات د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې کډوالو کې ډېر یې په جبري توګه رالېږل شوي دي.

Share.