د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دې لوبه کې استرالیا ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا د کرکټ په تاریخ کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.
په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۶ لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.
د استرالیا لوبډلې د ۱۲۷ منډو پر جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله.
ګلین مکسویل مخکې له دې، چې د ګلبدین نایب له خوا وسوځول شي؛ پر ۴۱ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې،
ګلبدین نایب ټولټال څلور ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوین الحق درې او عظمت الله عمرزي، محمد نبي او راشد خان یوه – یوه وېکټه واخیسته.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.