د روسیې په سویلي جمهوریت «داغستان» کې چارواکي وايي، چې د وسله‌والو په بریدونو کې د شپږ پولیسو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې وسله‌والو پرون یکشنبه د جون ۲۳مه په دوو په «دربند او ماخچکالا» ښارونو کې په دوو کلیساوو، یوې کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې کړې دي.

له ماخچکلا ښار څخه پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د روسیې دولتي رسنیو همداراز ویلي چې په دغه برید کې یو روسی ارتودوکس پادري هم وژل شوی دي.

چارواکو ویلي، دوه بریدګر په ډزو وژل شوي او د نورو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

Share.