د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، پنجشېر کې به د لومړي ځل لپاره د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړ شي.
د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پنجشېر کې به د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور په مرسته د روانې چنګاښ میاشتې ۲۰مه د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړ شي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو وده، د لاسي صنایعو د کلتور پراختیا او پانګونې ته د خلکو هڅونه ده.
تر دې وړاندې د پنجشېر د کانونو رييس ، محمد قاسم امیري ويلي وو چې په دغه ولايت کې د زمردو کانونو د «قانوني» استخراج لپاره شاوخوا ۵۶۰ جوازونه وېشل شوي او د غیرقانوني استخراج او قیمتي ډبرو قاچاق له منځه تللی دی.پنجشېر کې به د لومړي ځل لپاره د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړ شي