د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۳۳۹۹ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه له ایران څخه راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن په خپل X کاروونکي حساب کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له دغو کسانو څخه ۱۶۲۸ تنه یې پرون د هرات د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته او ۱۱۷۷ نور یې په نیمروز کې د ورېښمو له پله څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.