د بامیانو مسوولین وایي، د یاد ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د سیلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د بامیانو د والي ویاند، عبدالصبور سیغاني رسنیو ته ویلي چې دا سیلابونه سې‌شنبې د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند په هزارن چشمه، دزدان چشمه او پودینه تو سیمو کې راوتلي دي.

د مسوولینو په وینا چې دا ۱۷ کسان د دوو کورنیو غړي وو او په دوی کې تر دې دمه یوازې ۷ جسدونه موندل شوي، پاتې ۱۰ کسان لادرکه دي.

د بامیانو مسوولینو دا هم ویلي چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل شوې دي.

Share.