د بادغیس مسوولین وایي، په یاد ولایت کې په اوبو کې د ډوبېدو دوې جلا پېښې شوې چې له امله یې دوه کسان مړه شوي دي.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د مرکز قلعهنو اړوند په سرخک سیمه کې یو کس د لامبو پر مهال ژوند بایللی.
د مسوولینو په وینا چې دغه کس د قادس ولسوالۍ اړوند د بزبای سیمې اوسېدونکی و.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر همداراز په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ورته پېښې خبر ورکړی چې له امله یې یو ۲۹ کلن ځوان د لامبو پر مهال مړ شوی دی.
دا کس د غورمارچ ولسوالۍ د قلعه ولي سیمې اوسېدونکی دی او په سیند کې د لامبو پر مهال یې ژوند بایللی دی.
د ویلو ده چې دا پېښې پرون جمعه شوې دي.
څو ورځې وړاندې د وردګو ولایت په چک برېښنا بند کې د غزني یو اوسېدونکی د لامبو پر مهال ډوب شوی و او ژوند یې بایللی و.