ا.ا د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې يو ناسنجيده عمل او د اوبو خوړولو هڅه بللې ده.
د اسلامي امارت دفاع وزارت نن (جمعه، د چنګاښ ۸مه) په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې هيچا ته دې د حساسو مسايلو پر سر د حساسيتپاروونکو څرګندونو اجازه نه ورکوي.
دفاع وزارت ويلي، « که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.»