د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان په پلازمېنه «تاشکند» کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا درې ورځنی نندارتون به د روان میلادي کال د جولای میاشتې په دویمه په تاشکند کې پرانیستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې دغه نندارتون افغاني محصولاتو ته د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه جوړېږي.