د بامیان مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د دوو قبیلو ترمنځ د نښتې له امله اووه کسان ټپيان شوي دي.
د بامیانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه پرون (یکشنبې، سرطان ۱۰مه) د مرکز اړوند «حیدراباد» سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نښتې وروسته عبدالله سرحدي د پېښې ځای ته رسېدلی او د دواړو قبیلو له استازو سره یې کتلي دي.