د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې د دریمې غونډې په پای کې وویل، د کابل پلاوي د اقتصادي مسایلو په اړه خپل نظریات په تفصیل سره د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغانستان له خصوصي سکټوره ملاتړ، له نشه یي توکو سره مبارزه او د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرول هغه مهم مسایل دي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې پرې بحث وشو.

د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر زیاته کړه، چې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم ترسره شوې.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: “د دوحې په غونډه کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکارۍ او همدارنګه له نشه‎يي توکو سره د مبارزې او د بدیل معیشت پر ملاتړ خبرې وشوې. له نېکه مرغه په دې غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستان سره خپل ملاتړ څرګند کړ.”

Share.