د ننګرهار او فاریاب مسوولین وایي، په دغو ولایتونو کې د دریو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویلي چې د یاد ولایت په د خوږیاڼو ولسوالۍ په «نملې» سیمه کې کرولا او موتورسایکل ټکر کړی چې په پایله کې یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د مسوولینو په وینا چې په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

بلخوا د فاریاب مسوولینو هم په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دریو کسانو د مړینې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي رسنیو ته ویلي چې د یاد ولایت د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ویالې سیمه کې اوبو ته لوېدلی فرونر د امنیتي کسانو لخوا را ایستل شوی دی.

په وروستیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

Share.