په کراچۍ کې د افغانستان د ا.ا کونسلګري وایي چې د سیند ایالت له بندخونو د یو ماشوم په ګډون نهه افغان کډوال خوشې شوي دي.
دې ادارې پرون (جمعه، د سرطان ۱۵مه) ویلي چې دغو کسانو د کډوالۍ کارتونه هم لرل، خو د کارت د مودې د پورهکېدو له امله نیول شوي وو.
د دوی په وینا چې خوشې شوي کډوال له خپلو دوستانو سره یوځای شوي دي.
څو ورځې وړاندې هم د پاکستان له بندخونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال خوشې شوي او بېرته هېواد ته رالېږل شوي وو.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو نیولکېدل او بېرته هېواد ته رالېږل زیات شوي دي.