د ایران ټاکنیز دفتر د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې مسعود پزشکیان د سعید جلیلي په مقابل کې په سلو کې ۵۳،۶ رایې ګټلي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ وروستۍ پایلې نن (شنبې، د سرطان ۱۶) اعلان شوې، او ښاغلي پزشکیان د ۱۶ میلیونه ۳۸۴ زره رایو په ګټلو سره ۵۳٫۶ سلنه ترلاسه کړې دي.

بلخوا د پزشکیان سیال، سعید جلیلي بیا د ټاکنو په دې پړاو کې ۱۳ میلیونه ۵۳۸ زره، چې ۴۴٫۳ سلنه کېږي، ترلاسه کړې دي.

Share.