د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه به سبا دوشنبه ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي.

دغه بانک نن (یکشنبه د چنګاښ ۱۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو صرافانو او د پیسو د خدمتونو له مرکزونو غوښتي چې سبا دوشنبه د چنګاښ ۱۸ مه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

له بلې خوا نن د افغانستان د پلازمېنې کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۱ افغانیو تبادله شوی دی.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.

تېره اوونۍ د ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لیلام شو.

Share.