د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، د یاد وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر دې دمه لس مېلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پرون (یکشنبه، د چنګاښ ۲۰مه) ویلي، تر دې دمه ددې وزارت له لوري د بېلابېلو شبکو لس مېلیونه سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت شوي چې په خبره یې، کابل کې یاده پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شوې او ۴۰ سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولی شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اټرا ادارې څخه نوي سیمکارټونه تر لاسه کړي.