د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د رواني ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اوسمهال په افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان له رواني ستونزو سره مخ دي.

دې ادارې پرون (دوشنبې، د سرطان ۱۸مه) په یو راپور کې ویلي چې له ۵ تر ۱۷ کلنۍ شاوخوا ۲۴ سلنه ماشومان سخت اضطراب تجربه کوي چې د نورو هېوادونو د منځني اضطراب پر پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې همداراز ادعا کړې چې د افغانستان شاوخوا ۱۵ سلنه نور ماشومان بیا د ژور خپګان له امله ځپل شوي دي.

Share.