دافغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن مازدیګر په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل ، ټاکل شوې سبا چهارشنبه دجولای دمیاشتې په لسمه نېټه دکندز ولایت دکرکټ په لوبغالي کې د څلورو لوبډلو میوند اتلان، ماهیپر ستوري، هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجېنډز لوبډلو ترمنځ ددوه اونیو په موده کې کورنۍ سیالۍ ترسره شي.
ښاغلي سادات زیاته کړه د کرکټ سیالیو د ترسره کولو او نندارچیانو لپاره ټول لازم چمتووالی نیول شوی او یادې سیالۍ به په لومړي ځل دملي سپورټ تلویزیون څخه له همدې لوبغالي څخه په ژوندۍ بڼه خپور شي.
دکرکټ بورد ویاند وویل، چې یادو لوبډلو دلوبو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او کندوزیان کولای شي چې دغه په زړه پورې لوبې له نږدې ننداره کړي.
په ورته وخت کې حشمت الله شهیدي هم د کرکټ لوبې پر ارزښت او هدف خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرکټ لوبه یوه له ملي لوبو څخه ده او ډیری هېواد وال دهیواد دننه او بهر ورسره مینه لري.
همداراز یوشمیر اوسیدونکي په داسې حال کې چې دکرکټ بورد دغه ګام چې په کندوز کې کورنۍ سیالۍ ترسره کوي ستایي، خو زیاتوي چې کندوزیان ټول دکرکټ لوبغاړو سره ځانګړي مینه لري، اوتل یې په دننه اوبهر کې دلوبو ګټلو لپاره ددوۍ دبریالیتوب لپاره دعا کړې ده.
باید وویل شي چې یادې لوبې سبا چهارشنبه په نهه نیمو بجو پیلیږي چې داسد دمیاشتې ترڅلورمې نیټې پورې به دوام ومومي..
اورانوس ټلویزیون او کندز اف ام راډېو، په داسې حال کې چې له کلونوراهیسې دکرکټ بورد ادارې ترڅنګ دژوندیو لوبو ترڅنګ ژمنې رسنۍ پاتې شوي، چارواکي یې هیله څرګندوي چې په راتلونکو دوه اونیو په لړکې به له یادو لوبو څخه هره ورځ خپرونې چمتوکوي، او دکندز ولس دخوښۍ لپاره به یې خپروي.
خبریال : سایر احمد سایل