پرون په کندوز ولايت کې د امنیې قوماندانۍ اړوند محافظت عامه کنډک څخه ۲۵۰ تنه مجاهدین چې ۱۲ ورځې وړاندې د امنیه قومندانۍ لخوا ورته څلور ورځنی روزنیز سیمینار پیل شوی و نن د یوې لویې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

پیل کې د امنیې قوماندانۍ امنیت آمر مولوي محمد رحیم ذوالفقار خبرې وکړې وویل چې ډېر د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت مجاهدین ورځ تر بلې په ملي او اسلامي روحیه د لنډمهاله او اوږد مهاله سمینارونو په ترسره کولو کې د مسلکيتوب په لورې ګامونه اخلي.

د امنیت آمر دغه‌راز په خپلو خبرو کې له ټولو مجاهدینو په خاص ډول د یاد روزنيز سیمینار له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې هڅه وکړي څه مو چې په دغه روزنيز سیمینار کې زدکړي، په خپلو دندو کې یې عملي کړئ.

Share.