د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، چې د دې سازمان عالي کمیشنر اسلام اباد ته خپل درې ورځنی سفر پایته رسولی او ویلي یې دي چې له پاکستانه د «ناقانونه» افغان کډوالو د ایستلو پلان ځنډول شوی دی.
دغه سازمان پرون (سېشنبه د سرطان ۱۹مه) ویلي چې د دغه سازمان عالي کمیشنر «فلیپو ګراندي» اسلام اباد ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو ښه مېلمهپالنه وکړي.
هغه دغه راز په پاکستان کې د افغانانو د اوږدمهاله حل لپاره د هڅو د پیاوړتیا او د دوی د کوربه ټولنو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.