د هلمند په «واشیر» ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ د اوبو رسونې د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د هلمند ځایي مسوولینو ویلي چې د اوبو رسونې په دې شبکه څه باندې ۴٫۵ میلیونه افغانۍ مصرف راځي او د مالي ملاتړ ژمنه یونیسف کړې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا شبکه د واشیر ولسوالۍ په «فولاد» کلي جوړېږي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۰۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو برخمنې شي.