افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم ځپل‌شوی هېواد بلل کېږي. تازه د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د شنو خونو د ګازونو اخراج هم د اقلیمي بدلون یو له عواملو څخه دي.

دې ادارې پرون (یکشنبې د جولای ۱۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې مرګوني سیلابونه د اقلیمي بدلون په پایلو کې حسابېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا چې د وروستیو سیلابونو له امله یوازې په بغلان کې له سلو ډېر کسان مړه او زرګونه کورونه په بشپړ او سرسري توګه ویجاړ شوي دي.

Share.