د اوبو او انرژی وزارت وايي، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو رالېږدولو د پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند ته وایي، دغه پروژه نږدې ۱۶۰ میلیونه ډالره لګښت لري او د اسلامي امارت د رهبر له تایید وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد و ویل: د کابل پنجشیر د اوبو پروژې تخنیکي چارې په اوبو او انرژۍ وزارت کې بشپړې شوې دي، دغه پروژه کار ته چمتو پروژه ده او د رهبر ته استول شوې ده.

کابل چې په اټکلیز ډول څه باندې شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، په وروستیو کلونو کې د وچکالیو له امله د څښاک اوبو د کموالي شاهد دی.

Share.