فاریاب کې د نږدې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

په داسې حال کې چې دامهال فاریاب کې ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نلري او له ۸۲ زرو زیات زده کوونکي په پرانیستې فضا کې په زده کړو بوخت دي ددغه ولایت د پوهنې ریاست په دولت اباد او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو د درېیو ښوونځیو ودانیو د جوړولو چارو له پیله خبر ورکوي.

دغه ښوونځي ددغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د متوازن پرمختګ او معیاري زده کړو ته د زمینې برابرولو په موخه جوړېږي.

د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد و ویل: د درې واړو ښوونځيو بودجه ۴۶ میلیون ده. پر اته زره متر مربع ځمکې ودانیږي چې د هر ښوونځي اندازه توپیر لري. له دغو ښوونځيو په یوه وخت کې ۱۵۰۰ زده کوونکي ګټه اخیستی شي. په دوه وختونو کې بیا د ۳ زره زده کوونکو ظرفیت لري.

Share.