د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په «دارلمان، قلعه زمان خان او تنګي ترهخیل» سیمو کې به د پاسپورت د وېشلو نوې څانګې پرانیستل شي.
د یاد وزارت ویاند، عبالمتین قانع ویلي چې د پاسپورت دا څانګې به سبا چهارشنبې د سرطان ۲۷پرانیستل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې له دې نویو څانګو به هره ورځ دوه زره پاسپورتونه ترلاسه کېږي.
له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې د پاسپورت د ترلاسه کولو په برخو کې هېوادوال له ستونزو سره مخ شوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ویلو ده چې څه موده وړاندې په ځینو ولایتونو کې هم د یو شمېر نورو ورته څانګو د پرانیستل کېدو خبر ورکړل شوی و.